ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ دغه ستره میرمن لومړنۍ ښځه وه چې د حضرت محمد ( س ) په رسالت یې ایمان راوړه او په خپل ټول توان او شتمنیو سره یې د اسلام له دین سره مرسته وکړه .
حضرت خدیجه سلام الله علیها له اسلام څخه مخکې هم د پاک لمنۍ او د اخلاقي فضائیلو او د ښو صفتونو د لرلو په دلیل د «طاهره» لقب ئې ترلاسه کړی و .
د حضرت محمد ( س ) لپاره د حضرت خدیجه (س) وجود دومره اهمیت درلود چې پیغمبر اکرم (ص) د دغې میرمنې رحلت ستر مصیبت وباله او د حضرت خدیجه سلام الله علیها او د خپل بل ستر ملاتړي او تره حضرت ابو طالب علیه السلام رحلت یې «عام الخزن »یعني د غم کال ونوموه .
حضرت خدیجه سلام الله علیها شپږ بچیان وروزل چې پکښې حضرت فاطمه الزهرا سلام الله علیها خاصه مرتبه لري ؛ داسې لور چې د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد (س ) او د نړۍ د شیعه مسلمانانو له لومړي امام حضرت علي علیه السلام څخه وروسته د اسلام مشرۍ د هغې له نسل څخه رامینځته شوه او دوام یې وموند .
د ایران د راډیو او ټیلي ويژن اداره صدا وسیما د حضرت خدیجه سلام الله علیها د وفات د کلیزې په مناسبت د دنیا ټولو مسلمانانو په تیره بیا د اهل بیت علیهم السلام مینه والو ته تسلیت وايي .